د پارالمپیک والیبال ملي لوبډلې په نړۍ والو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ
د پارالمپیک والیبال ملي لوبډلې د تقاعد شویو سرتېرو لپاره په ناسته د والیبال نړۍوالو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ.
دغو سیالیو کې د افغانستان، روسیې، صربستان، میانمار، رونډا او اندونیزیا والیبال لوبډلو ګډون درلود.
افغان ملي لوبډلې دغو سیالیو کې د منظمې او با خلاقه لوبډلې کپ هم په خپل نوم کړ.
یادې سیالۍ د روسیې په کوربه توب د ورانې میلادي میاشتې پر ۸مه پیل شوې وې او تر ۱۲مې نېټې یې دوام وکړ.
