د پاکستان کوالیفای سیالیو کې د ګډون لپاره د اسکي لوبغاړو تیاری

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۵ - ۱۲:۱۴
د پاکستان کوالیفای سیالیو کې د ګډون لپاره د اسکي لوبغاړو تیاری

چهارشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۴۰۰

نوید صهیب

د هېواد سکی فدارسیون د معلوماتو له مخې ددې برخې لوبغاړي په پاکستان هېواد کې د سکي کوالیفای سیالیو کې د ګډون لپاره بشپړ تیاری لري.

تمه ده یادې سیالۍ د روان ۲۰۲۲ کال د جنوري په ۱۴ نېټه په پاکستان هېواد کې ترسره شي.

په دې سیالیو کې اتو آسیایي هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې چې له افغانستان څخه څلور لوبغاړي، یو روزونکی له یو هیأت سره پکې ګډون کوي.

د سکي فدراسیون د رئیس محمد داوود کارګر په خبره سکي فدراسیون به هېواد کې یو ژمنی او ډیر لګښت لرونکی فدراسیون دی چې اوس مهال په کور د ننه لوبو د ترسره کولو لپاره کم امکانات په لاس کې لري او نشي کولی د بدني روزنې او ورزش ریاست او المپیک ملي کمیټې له لاس نیوي او مرستې پرته د ملي ټیم سیالۍ او ټاکنې ترسره کړي؛ خو د بدني رزنې او ورزش عمومي ریاست مسۉلینو له یاد فدراسیون سره او په دوامداره توګه د دوی له ورزشي فعالیتونو څخه د فراخ ملاتړ وعده کړې.

ښاغلي کارګر زیاته کړه چې د سکي فدراسیون هر کال خپلې ملي او ولایتي لوبې د بامیانو ولایت په واورینو غرونو کې تر سره کولې چې تازه ددې ولایت ورزشي مسؤلینو د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست سره په همغږۍ د تیاریو خبر ورکوي.

د یادونې وړ ده چې سکي لوبغاړو ددې برخې په څلورم پړاو لوبو کې په سنوبرد سبک سره د نقرې د یو مډال او د دوهم مقام په تر لاسه کولو بریالي شوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS