د پکتیا بدني روزنې او ورزش ریاست نوی رئیس داوود محظوظ رسماً خپلې دندې ته معرفی شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۹:۶
د پکتیا بدني روزنې او ورزش ریاست نوی رئیس داوود  محظوظ رسماً خپلې دندې ته معرفی شو
په دې مراسمو کې د ولایت مقام دفتر رئیس، د ولایت مقام بشري سرچینو رئیس،د پوهنې ریاست کار کوونکو، ورزشکارانو ، د فدراسیونونو رئیسانو او د مختلفو ادارو کارمندانو ګډون درلود، چې له پخواني رئیس ګل کریم سحر څخه یې د کړو خدمتونو مننه وکړه همدارنګه نوی معرفي شوی رئیس یې تشویق کړ او په نوې دنده کې یې ورته د کامیابې او مبارکې تر څنګ د هر ډول مرستې ژمنه وکړه . د یادولو وړ ده چې نوموړي له دې وړاندې په معارف ریاست کې د مالي او اداري معاون په صفت دنده ترسره کوله ، چې د ازادې سیالۍ له لارې نوموړي بست ته کامیاب شو، او نن ورځ یې رسماً خپله دنده پیل کړه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS