د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۲۲ - ۱۰:۱۸
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

پکتیا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري. دغه ولایت د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې زیات شمېر خلک یې لکه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمېر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې ورزش ترسره کوي او په تمریناتو بوخت دي.

د دغه ولایت د ورزش ریاست د تېر په څېر په ۱۴۰۴ هجری لمریز کال کې هم ورزش ته ځانګړې پاملرنه کړې او په دغه برخه کې یې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ملاتړ او همکارۍ غوره ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي او د بېلابېلو مناسبتونو په ترڅ کې یې زیات شمېر سترې او کوچنۍ ورزشي برنامې جوړې کړې دي، چې په زرګونه ورزشکارانو او مینوالو پکې برخه اخیستې ده.

په یاد ولایت کې خلک له ورزش سره ځانګړې مینه لري او زیات شمېر ځوانان، نوي ځوانان او لویان، د خپلې خوښې ورزش یا ترسره کوي او یا یې هم لیدو ته کښېني او خوند ترې اخلي. د پکتیا ولایت ځوانان په نیزه وهنې، اس ځغلونې، والیبال،کرېکټ، فوټبال، فوټسال او نورو ورزشونو بوخت دي او د خپل روغ صحت لپاره پکې تمرینات ترسره کوي.

په پکتیا کې د بېلابېلو فدراسیونونو ۲۶ استاوزلۍ فعالیت لري او د بېلابېلو ورزشي رشتو په(۷۸) کلبونو کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ ورزشکاران پر تمریناتو بوخت دي، چې د رزمي ورزشونو د پارت فایټ او یو ایف سي سبکونو پکې تازه فعالیت پیل کړی دی.

په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز او ولسوالیو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري (۱۸۸) المپیکي، غیر المپیکي او د دودیزو ورزشونو، ورزشي برنامې جوړې شوې دي ، چې ۱۰۴ یې په مرکز ګردېز او ۸۴ یې بیا په ولسوالیو کې دایرې شوې، دغه راز په دغه برنامو کې یې ۹۵ المپیکي او ۸۳ یې بیا غیر المپیکي او دودیزې دي.

همدارنګه په دغه ولایت کې ۷۰۰ ورزشکارانو او د بېلابېلو فدراسینونو مسوولینو ته د دعوت او ارشاد د فکري روزنې اصلاحي دوه ورځنی سمینار، ۵۰ ورزشکارانو ته د رزمي ورزشونو دوه ورځنی سمینار، ۱۲۰ تنو ته د فني او مسلکي او عامه پوهاوي یو ورځنی سمینار، د ورزشکارانو د دینې او مسلکي پوهې د لوړتیا لپاره جوړ شوي دي.

دا چې د دغه ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، وخت نا وخت پکې لویې او کوچنۍ ورزشي جشنوارې او سیالۍ جوړېږي، چې د دې ولایت د جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د هېواد له لسو ولایتونو څخه د ۹۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو، په مرکز ګردېز کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالیو، په څمکنیو ولسوالۍ کې له څلورو ولایتونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالیو، په مرکز ګردیز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ او د دې ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د هېواد له ۹ ولایتونو څخه د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ یادونه کولی شو، چې د سلګونو ورزشکارانو او زرګونه نندارچینانو په ګډون ترسره شوې دي.

په پکتیا ولایت کې د ۲۳۲۰۰۰ افغانیو په لګښت د دې ولایت د فوټبال میدان د چمن کرلو او د باسکټبال او والیبال میدان د ترمیم چارې او د ۶۸۰۰۰ افغانیو په لګښت د یاد ولایت د ریاست د پارټیشن چارې ترسره شوې دي.

په پکتیا ولایت کې پر والیبال، نېزه‌وهنې، اس ځغلونې، فوټسال، فوټبال، رزمي ورزشونو او دودیزو لوبو سربېره نور ورزشونه هم ځانته مینوال او ورزشکاران لري، چې وخت نا وخت یې د بېلابېلو ورزشي رشتو سترې او کوچنۍ سیالۍ د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري برابرېږي او ګڼ شمیر ورزشکاران او مینوال پکې برخه اخلي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۲۲ - ۱۶:۳۰
Background image

د وزلوبې ملي لوبډله د قزاقستان په نړیوالو سیالیو کې گډون کوي

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري او د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ د وزلوبې په نړیوالو سیالیو کې، چې د نهو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

پکتیا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري. دغه ولایت د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې زیات شمېر خلک یې لکه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

هرات کې د فزیکي روغتیا، رواني هوساینې او ورزشي مدیریت د پياوړتيا لومړنی پړاو علمي سيمینار ترسره شو

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د « ټولنې جسمي روغتیا ساتنې، رواني ارامۍ، مدیریتي انضباط او معنوي پاکوالي» په نوم لومړی پړاو ورزشي سمينار ياد ولايت کې د ورزشي. . .

BACK TO NEWS