د کابل فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سياليو د خپرولو هوکړه ليک لاسليک شو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۵۸
د کابل فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سياليو د خپرولو هوکړه ليک لاسليک شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د کابل فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سياليو د خپرولو هوکړه ليک د ملي سپورټ تلويزيون سره لاسليک شو، چې د ياد هوکړه ليک په اساس يواځې ملي سپورټ تلويزيون حق لري، چې يادې سيالۍ په رسمي ډول خپرې کړي.

د هوکړه ليک په دغو مراسمو کې د فوټبال ملي فدراسیون فوټسال کمېټې او د ملي سپورټ تلويزيون مسوولينو ګډون کړی وو.

د يادونې وړ ده، چې د کابل ولايت د فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سيالۍ به د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د روان کال د مرغومي مياشتې په ۳۰ نېټه د یوولسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال کمېټې نړيوال جمنازيوم کې پيل شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲۰
Background image

محسن رضایي

محسن رضایي د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یو ځلانده او با استعداده لوبغاړی دی، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو او قوي عزم له امله یې د هېواد لپاره ستر ویاړونه راوړي دي.

ښاغلی رضایي ۱۸۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۹:۱۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

BACK TO NEWS