د کابل ښار د کلاسيک پاورلفټنګ شپږم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۳:۵۷
د کابل ښار د کلاسيک پاورلفټنګ شپږم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د کابل کلاسيک پاورلفټنګ منتخبې لوبډلې د ټاکلو سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د پاورلفټنګ فدراسیون مسوولينو او ورزشکارانو شتون درلود.

په دغو سياليو کې د نوي ځوانانو، ځوانانو، لويانو مخکښانو کټګوريو کې په څلور وزنونو کې له ٥٣ څخه تر ١٢٠ کيلو وزن کې د اوو کلبونو ٨٦ ورزشکارانو په ګډون په درېيو سبکونو اسکوات، پنج پرس او دولفت کې پيل شوې.

يادې سیالۍ، چې درې ورځې به دوام وکړي، موخه يې د پاورلفټنګ د ورزش وده او د کابل منتخبې لوبډلې ټاکل دي.

په يادو سياليو کې به تر ٢٧٠ کيلو وزن پورې سيالۍ وشي، چې په ترڅ کې به يې ٢٧ تنه د کابل منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د پاورلفټنګ فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه ورزشکاران به د زمري په ٢٥ نېټه د پاورلفټنګ فدراسیون ملي لوبډلې د غوراوي سياليو کې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۶
Background image

کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمن د والیبال سیالۍ د تګاب بازانو لوبډلې په اتلولي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

کابل کې د ووشو ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې سمينار پای ته ورسيد

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار بېلابېلو کلبونو څخه ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې دوه ورځنی سمينار، چې د دې فدراسيون په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبؤډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ډاب لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS