د کابل ښار د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال "C" لیګ سیالۍ پیل شوې

په پلازمېنه کابل کې د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې په ورزشي جمنازیوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال "C" لیګ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي رئیس حافظ احمد جان، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال بهرام صدیقي، د افغانستان د فوټسال کمېټې فني معاون فرید یوسفزي، ګډون کوونکو لوبډلو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.
نوموړې سیالۍ به د وږي میاشتې له ۲۵ مې د میزان میاشتې تر ۱۷ مې پورې دوام وکړي. د دې سیالیو دوه مخکښې لوبډلې به د فوټسال B لیګ ته لار ومومي او د جدول دوه وروستۍ لوبډلې به د کابل زون سیالیو ته ښکته شي.