د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وګټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۴۰
د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وګټله

د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د کرېکټ یو ورځنۍ نړۍ وال جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې ویسټ انډیز ته د ۱۳۸منډو په توپیر ماته ورکړه.

دغې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هم له سویلي افریقا څخه د ۲۸ منډو په توپیر ګټلې وه.

افغان لوبډله به راتلونکې لوبه کې له تانزانیا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

له نوولس کلنو کم عمره نړۍوال جام سیالۍ د شپاړس لوبډلو په ګډون په څلور ګروپونو کې د زیمبابوې او نامیبیا هېوادونو په کوربه‌توب د روانې میلادي میاشتې پر ١٥ مه پیل شوي او د فبروري تر ٦مې به دوام وکړي، چې افغانستان په D ګروپ کې له ټانزانیا، سویلي افریقا او ویسټ اینډیز سره سیالۍ کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۸۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، غزني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS