د کندز په ابدان دښته کې د کورش ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ او نندارې ترسره شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۲:۴۲
د کندز په ابدان دښته کې د کورش ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ او نندارې ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست او د کورش فدراسیون په همغږي د مرکز او ولسواليو ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کندز په ابدان دښته کې د کورش سیالۍ او نندارې د يوې ورځې لپاره ترسره شوې.

په دې سياليو او نندارو کې د کندز د بدني روزنې او ورزش رئيس عزت الله سینان ورسره له کابل څخه ورغلو مېلمنو، د فدراسیونونو رئيسانو ، ځایي حکومتي چارواکو، ورزشکارانو او له شل زرو زیاتو مینوالو پکې ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو او نندارو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول، یووالی او په ابدان دښته کې راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ویل و.

د یادونې وړ ده، چي د ابدان دښته د کندز ولایت یو له طبیعي ښکلا لرونکو او زرغونو سیمه څخه ده، چې هر کال د پسرلي په موسم کې د کندز ترڅنګ د نورو ولایتونونو اوسېدونکي هم د مېلو او تفریح لپاره ورځي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS