د کندهار ولايت ورزشي حالت ته لنډه کتنه

کندهار؛ د هیواد په سویلي حوزه کې پورت ګڼ نفوسه ولایت، هغه ځای چې خلک يې له ورزش سره ډېره مینه او لېوالیتا لري.
په دې ولایت کې ورزش د پخوا په پرتله، د غوړېدا او پرمختګ په حالت کې دی.
دلته یوځل بیا ټول هغه ورزشي فدراسیونونه بیرته فعاله شوی چې پخوا یې فعالیت درېدلی و.
د کندهار د ورزش ریاست په خبره؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په دې ولایت کې یو شمېر نور نوي فدراسیونونه هم فعال شوي دي.
ځايي مسئولین وايي؛ په دې ولایت کې دورزش د پرمختګ او بډاینې لپاره یې مهم پلانونه تر لاس لاندې دي چې په دې سره به کندهار هم له نورو ولایتونو سره د ورزش په ډګر کې سیال شي.
د کند هار ولایت د ورزش ریاست د ورزشي امر حافظ حیات الله عتیق په خبره دا مهال په کندهار کې ورزش له ښار څخه ولسوالیو او کلیو ته غځول شوی او په ولسوالیو کې یې کلبونه او د لوبو میدانونه رغولي دي.
نوموړي په دې اړه وویل؛((الحمدالله اوس په کندهار کې ورزش ډېر مخ په پیاوړتیا او قویتوب روان دی، له کوم وخت څخه چې امارت راغلی دی زموږ یو شمېر فلج فدراسیونونه اوس موږ پیرته راپورته کړي دي، سږ کال موږ د ورزش د پراختیا لپاره پلانونه لرو که هغه په المپیکي برخه کې ده او که په غیرالمپیکې برخه کې موږ کوښښ کوو چې د دواړو برخو کې د ولایتونو په کچه سیالۍ ونیسو.))
تر دې ورها خوا په کندهار کې ۱۳ فعاله غیرالمپیکي لوبې شته، چې د کلني پلان له مخې په ښار ولسوالیو او کلیو کې فعالیت لري.
د کندهار ولایت د ورزش ریاست د غیرالمپیکي لوبو مسوولین وایي، پخوا په کندهار کې غیرالمپیکي لوبو کمزوری فعالیت درلود، خو په هېواد کې تر سیاسي تحولاتو را وروسته یی فعالیت ګړندی شوی او په وخت ټول هغه امکانات ورته برابر شوي چې اړتیا يې لیدل کېده.
د کندهار ولایت دورزش ریاست د غیرالمپیکي لوبو مدیر احمد ولي مدیر اغا په دې اړه وایي؛((تاسو ته بهتره معلونه ده، چې موږ په کندهار کې تقریبا ۲۱ فعاله فدراسیونونه لرو چې هغې جملې څخه موږ ۱۳فعاله غیرالمپیکي لوبې لرو چې هغه ته موږ د کندهار په ښار ولسوالیو او کلیو کې فعاله فعالیت لري داد افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په مرسته چې موږ ته په کال کې جنتري راکوي د هغه مطابق موږ خپل فعالیت مخته وړو، مخکې تر دې چې ا،ا نه وو راغلی زموږ فعالیت دېر سوکه روان او خاص فعالیت مو نه درلود، خو اوس زموږ فعالیتونه ډېر ګړندي شوي هغه عصریه چې او جایزې چې موږ ته راکول کېدې هغه موږ ته نه رارسېدې او اوس ټول امکانات موږ ته پر وخت برابر شوي دي او موږ خپل فعاله فعالیت کوو او په پروګرامونو او جشنونو کې فعاله برخه اخلو.))
دا مهال په کندهار کې د نورو لوبو ترڅنګ بیا ملي او عنعنوي لوبې زیات مینه وال لري چې اوس یې په فعالیت کې د پام وړ بدلون راغلی دی.
د کندهار د ورزش ریاست د ملي او عنعنوي لوبو مسؤلین وايي؛ په کندهار کې د ملي او عنعنوي لوبو د پرمختګ او لا بډاینې لپاره یې لازم تدابیر او پلانونه نیولي خو د امکاناتو او بودیجې نشتون یې چاري څه نا څه ټکنۍ کړې دي.
د کندهار ملي او عنعنوي لوبو مدیر حکمت الله عبیدي زیاته کړه؛((تاسو شاهدان یاست چې مخکې په ټول هېواد کې جګړه وه نو لوبو په ځانګړي ډول ملي او عنعنوي لوبو ته داسې کوم پاملرنه نه کېدله، خو اوس چې جګړه درېدلې اوس ورته پاملرنه زیاته شوې، ځکه دا محلې بولې دي لکه خوسی، غېږنیونه، توپ ډنډهؤ ځغاسته او کبډي چې مینه وال يې د ښار په نسبت په ولسوالیو کې دي، نو موږ اوس هڅه کړې او دغه لوبې مو په ولسوالیو کې فعالي کړې دي.))
په یاد ولایت کې په تحصیلي بنسټونو کې هم ورزش ښه روان دی چې دا مهال پد دې ولایت په ښوونځیو او پوهنتونو کې ګڼ شمېر محصلین او زده کوونکي په ورزش بوخت دي.
د کندهار د ورزش ریاست په تحصیلي بنسټونو کې د ورزش دودولو مدیر وایي؛ په تحصلیي بنسټونو کې د ورزش ودې په موخه يې بېلابېل ورزشي پروګرامونه ترسره کړي دي او دا لړۍ به نوره هم دوام وکړي.
په تحصیلي بنسټونو کې د ورزش دودولو د مسؤل اکرام الله اسد په خبره؛ دوی هڅه کوي چې د مدارسو زده کوونکي هم په دهني، روحي او فزیکي ډول ورزش ته چمتو کړي
دوی زیاتوي په ښوونیزو بنسټونو کې د ورزش پراختیا په موخه یي له یو شمېر پوهنتونو سره په تخفیف ورزشکارانو ته د لوړو زده او له کلبونو سره په تخفیف باندې زده کوونکو ته د ورزش کولو زمینه برابره کړې ده.
ښاغلي اسد وویل؛ دا مهال په کندهار کې په ګڼ شمېر ښوونځیو او پوهنتونو کې زیات شمېر مختلفې لوبډلې فعالیت کوي چې دوی به دا لړۍ دیني مدارسو ته هم وغځوي.
د نومړي په خبره؛((تېر ته په کتو ویلای شو دا وضعیت په اوله کې داسې نه وو لکه اوس چې دی اوس زیات تغییرات راغلي دي اوس هرڅه د بهبود په لوري روان دي، زموږ د مدیریت اړوند په پوهنتونو مدارسو او ښوونځیو کې هم ورزش په ډېر ښه وضعیت کې دی، د ورزش په برخه کې مو ښه پلانونه چمتو کړي دي، خو د مدارسو زده کوونکي تر اوسه په هغې ډول نه دې بلد او نه اماده دي لکه څنګه چې د ښوونځیو او پوهنتونو محصلین او زده کوونکي دي، نو موږ په هغوی باندې هم کار کوو د ددواړ برخو لکه ذهیت ورکولو او فریکي ډول هغوی هم ورزش ته چمتو کړو.))
تر دې ورهاخوا د کندهار د ورزش ریاست د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت په کندهار کې خلکو ته د ورزش ذهینت ورکولو او د ورزش په اړه د پوهاوي په موخه د انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو له لاري خپل ورزشي فعالیتونه تر خلکو رسوي.
د کندهار ولایت دورزش ریاست د نشراتو مسوول نذیر احمد نوري وايي؛ له دې لاري غواړي چې خپل فعالیتونه تر ولسوالیو ورسوي تر څو په لري پرتو ولسوالیو کې هم خلکو ته د ورزش کولو ذهنیت ورکول شي.
د دوی په خبره؛ هڅه کوي له نورو رسنیو سره هم اړیکي ټینګي کړي او د ټول هېواد په کچه له خپلو ورزشي فعالیتونو څخه خلکو خبرتیا او پوښښ ورکړي.
ښاغلي نوري په دې اړه وویل؛((زموږ د ریاست اړوند زموږ کوم ورزشي فعالیتونه چې دي هغه د مختلفو رسنیو حتی د چاپي رسنیو له لاري لیدونکو او لوستونکو ته رسوو غواړو چې زموږ ورزشي فعالیتونه تر لیري ولسوالیو تر اوسېدونکو پوري ورسیږي نو د دې لپاره موږ د راډيو، تلویزیون او چاپي رسنیو څخه کار اخیستی دی تر څو له دې لارې د لیري پرتو سیمو خلک هم د ورزش کولو دهنیت ورکړل شي.))
عینو مېنه چې په کندهار کې تر ټولو عصري او معیاري هستوګنځی دی، هلته هم خلک ګڼ خلک په ورزش بوخت دي.
دا مهال په عینو مېنه کې شاوخوا اته کلبونه فعالیت لري چې له ورزش سره د لېوالتیا له کبله پکي سلګونه ورزشکاران هره ورځ د خپلو ورزشي چارو پرمخ وړلو لپاره راځي.
د کندهار ولایت او سېدونکي وایي، په هېواد کې د امنیت له ټینګښت سره ورزش پرمختګ کړی او کورنۍ هم دې ته لېواله شوې چې خپل اولادونه ورزش ته واستوي.
فوټبال ، ځغاسته، باسکټبال، غېږنیونه او کرکټ هغه لوبې دي چې مینه وال یې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.
په کندهار کې د وطن خصوصي لوبځای د رسنیو مسوول مختار احمد جسیم وایي؛((په کندهار کې پخوا هم ورزش ښه و خو اوس د امنیت په ټینګښت سره نور هم غوړېدلی دی، اوس د دې اعتماد او باور ډېر شوی دی چې کورنۍ خپل اولادونه ورزش ته واستوي نو اوس په کندهار کې ورزش ورځ په ورځ پراخیږي او خلک ورزش ته لېواله شوي دي. په کندهار کې پخوا د ورزش امکانات کم وو داسې ځایونه لکه اوس چې دي نو د ځوانانو لپاره دا فرصت نه برابرېده چې دوی د ورزش په برخه کې پرمختګ وکړي اوس ماشاالله د ورزش لپاره ډاسې ځایونه جوړ شوي چې پخوا یې ساری هم نه و.))
په هېواد کې د امنیت تر ټینګښت وروسته په کندهار کې د ورزش په برخه کې پانګونه هم زیاته شوې او دا مهال په کندهار کې د ورزش د پرمختګ لپاره د نړیوالو معیارونو مطابق مجهز ورزشي ځایونه رغول شوي دي.
له دې ډلي یي کندهار، وطن، یو اف سي لوبستان او نور وزشي ځایونه یادولی شو چې تفریحي ځایونه، د جامو بدلونو ځایونه مسجد شریف، حوضونه، رسټورانټ او نور امکانات یې د ورزشکارانو لپاره برابر کړي دي.
په کندهار کې د یو شمېر خصوصي ورزشي ځایونو مسوولنی وایي؛((وطن لوبځای په هغه ځای کې چې اوس ولاړ یو واقعیت د ډېرو مینه والو له نظره د پام وړ دی چې لوبځای کې د فوټسال لپاره پیل لوبغالی دی او د ننه په جمنازیوم کې هم موږ دلته د ورزشکارانو د هوساینې لپاره هر ډول امکانات برابر کړي دي لکه پارک، د جامو بدلولو ځای، مسجد شریف د لامبو وهلو ځای او نور....))
دا مهال د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په چوکاټ کې ۲۱ فعال ورزشي فدراسیونونه او ۹۹ بېلابېل ورزشي کلبونه فعالیت لري، چې ۱۵زره ورزشکاران پکې په ورزش کولو بوخت دي.
په کندهار کې یو د ورزش ریاست او لس خصوصیي ورزشي جمنازیمونه شتون لري.
د کندهار له ښاره د بانډې په پنجوایي، سپین بولدک، ډنډ، دامان، ارغنداب او میوند ولسوالیو کې هم په بېلابېلو ورزشي برخو کې ورزشي کلبونه شتون لري.