د کورش ۱۲ کسیزه لوبډله تاجکستان ته روانه شوه

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۵۱
د کورش ۱۲ کسیزه لوبډله تاجکستان ته روانه شوه

د کورش ۱۲ کسیزه لوبډله د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې، د لوبڅارۍ یو او دوه ستورو روزنیزه دوره کې او د اسیایي کورش کنفدراسیون کلني کانګرس کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته روانه شوه.

دغه لوبډله کې شپږ ورزشکاران، یو روزونکی، څلور لوبڅاران او یو هیئت شامل دي.

یادې سیالۍ، روزنیز سمینار او کلنی کانګرس د ۲۸ هېوادونو په ګډون نن( د غبرګولي ۲۱مه) پیلېږي او تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۷:۱
Background image

د جوجتسو درې کسیزه لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې ګډون لري

د جوجتسو درې کسیزه ملي لوبډله، چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دی، د جوجتسو په نړۍ‌والو سیالیو کې ګډون لري.

له دغو سالیو څخه محمد سرور حسیني په ۶۹ کیلو ګرام وزن کې دوه سیالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۹
Background image

پکتیا کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز گردېز ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۸
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر وزیرستان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS