هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګرشک مشال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ګرشک مشال لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې سباوون هاشمي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
