د کونګفو څوارلسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ د غزنی په کوربه توب پیل شوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۳:۲۷
د کونګفو څوارلسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ د غزنی په کوربه توب پیل شوې

د کونګفو ملي فدراسیون څوارلسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ نن یکشنبې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د غزني ولایت په کوربه توب پیل شوې.  
د سیالیو د پیل په مراسمو کې د هېواد د المپیک ملي کمیټې او سپورت ریاست مشر انجینر نظرمحمد مطمئن، د پوهنې وزارت مرستیال شیخ الحدیث والقرآن سید احمد شهیدخیل  د غزني ولایت مرستیال والي، د سپورت ریاست فني او مسلکي رئیس جام علم حسني، د  غزني د ورزش آمر حاجي بلال مجـاهد، ځایي چارواکو، ګڼ شمېر ورزشکارانو او د ورزش مینوالو برخه اخیستې وه. 
د غزني د ورزش آمر حاجي بلال د غونډې پرانیستې وینا وکړه او ټولو برخه والو ته یې ښه راغلاست ووایه. 
د المپیک ملي کمیټې او سپورت ریاست عمومي رئیس انجینر نظرمحمد مطمئن د خپلو خبرو په ترڅ کې د غزني  له ولسونو او مسؤولینو مننه وکړه چې په ډیره ښه توګه ددې سیالیو کوربه توب کوي. 
ښاغلي مطمئن زیاته کړه:«دا د اسلامـي امـارت لومړی کال او ولایتونو کې د ملي سیالیو لومړۍ تجربه ده، ستونزې او ننګونې به وي؛ خو د ورزش اداره هڅه کوي شته ستونزې د سیالیو په جریان کې درک او د ژر حل لپاره یې کار وکړي».
د غزني ولایت روحاني او جهادي شخصیت او د پوهنې وزارت مرستیال شیخ الحدیث سید احمد شهید خیل هر اړخېزه وینا وکړه، د بدني علم (ورزش) او یووالي په ارزښت وغږېد او په ولایتونو کې یې د ملي سیالیو ترسره کېدل د هېواد د بیلابېلو قومونو او پرګنو ترمنځ د فرهنګونو او نظریاتو د تبادل، پېژندګلوي او یووالي په برخه کې خورا مهم او ارزښتمن ګام وباله. 
له ویناوو وروسته د کونګفو فدراسیون له لوري د ورزش ادارې رهبري ته د اعزاز چپنې ور واغوستل شوې او سیالۍ رسمأ د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې.
د کونګفو د ملي لوبډلې د غوراوي څوارلسم پړاو سیالۍ به د ۲۵ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د لړم میاشتې تر لسم پورې به دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۴
Background image

میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شهاب الدین لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۳
Background image

د پکتیا مرکزي زندان کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د زندانونو چارو ریاست سره په همغږي د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار په مرکزي زندان کې د دوو لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۱
Background image

هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS