د یورش بګرامي فوټبال لوبډلې د ملي افغان لوبډلې ته ۱/۲ ماتې ورکړه

د فوټبال د دوهم لیګ سیالیو په دوام پرون د یورش بګرامي لوبډلې او ملي افغان فوټبال لوبډلو یو له بل سره سیالي وکړه چې په پایله کې ۱.۲ د یورش بګرامي لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د دغه لیګ په دویمه لوبه کې د میوند لوبډلې له کوهدامن لوبډلې سره سیالي وکړه او لوبه یې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې په پرونۍ لوبه کې له یورش بګرامي لوبډلې څخه مشعل عمري د لوبې غوره لوبغاړى وپېژندل شو.