زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نېکنام لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۲۱
زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نېکنام لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي او د ورزش کارانو په مالي مرسته د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د نېکنام لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د نېکنام او نرۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې نېکنام لوبډلې د ۳-۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغو سیالیو ۱۵ ورځې دوام وکړ او په پای کې د زابل ولایت د ورزشي آمریت له لوري ورزش کارانو ته ورزشي توکي، ستاینلیکونه، مډالونه او کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS