زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ٢٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د استاد نادرخان کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د فول رزم سیالیو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.