زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ په ۴۰۰ متره واټن کې ترسذه شوې، چې په پایله کې یې فیض الله لومړی، مجیب الرحمن دویم او موسی کلیم بیا درېیم مقام خپل کړ.
