زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د استاد عبدالودود کلب ورزشکارانو لومړی مقام تر لاسه کړ.
