زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېوو کلبونو د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د استاد عبدالقیوم کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.
