زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۳۸
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې.

د سیالیو په پای کې د استاد روزي محمد کلب ورزش کارانو د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د ورزش کارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزشي آمريت له لوري غوره ورزش کارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS