زابل؛ شینکي ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ۳۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
