زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۴ ورزشکارانو تر منځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۶:۵۱
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۴ ورزشکارانو تر منځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د درې کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ ترسره شو.

دغه سيالۍ، د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې د استاد عتیق الله، استاد خليل احمد او استاد ارشاد د کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د ځوانانو په عمري کټګوري کې د استاد ارشاد د کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ او د ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې د استاد عتیق الله د کلب ورزشکارانو لومړي مقامونه خپل کړل.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د يووالی رامنځته کول و، چې دوه ورځې دوام یې وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS