زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد احمد ویس کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
