زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د استاد عرفان او استاد خوشحال کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سيالیو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې په پايله کې استاد عرفان کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.
د سيالۍ په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.