زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له درېیوو کلبونو د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د استا احمدالله کلب لومړی، استاد همراز کلب دویم او استاد رحمت الله کلب درېیم مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
