زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د بارکزو او ترنک لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې مساوي پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.