زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري له دوو کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې نوري کلب لومړی او آرمل کلب بیا دویم مقام خپل کړ.
