زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۱۵:۳۹
زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په چینو سیمه کې د ۲۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سیالۍ، چې ۱۵ ورځې وړاندې پیل شوې، د افغان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه اختریزې سیالۍ، چې پایلوبې ته یې افغان اتلانو او چینې لوبډلو لار موندلې وه، پچه افغان اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په پایله کې یې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې خپلې سیالې لوبډلې ته هدف کېښود.

بل لوري ته چینې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې په ۳۰ منډو سیالي وبایله او افغان اتلانو لوبډلې د یاې سیالۍ اتلولي خپله کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS