زابل؛ په قلات ښار کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۹:۳۰
زابل؛ په قلات ښار کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې د بازار او سحراني کليو لوبغاړو ترمنځ چمتو شوې وې، په پايله کې د سحراني کلي لوبغاړو په بريا پای ته ورسېدې.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۶:۴۵
Background image

غور؛ مرغاب ولسوالۍکې د تيږې اچونې سيالۍ وشوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په مرغاب ولسوالۍکې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايله کې حبيب الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۶:۴۳
Background image

د بغلان پوهنتون د محصلینو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د د بغلان پوهنتون ورزشي مديريت له لوري د ياد پوهنتون د ۵۰ تنو محصلينو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۶:۴۰
Background image

غور؛ ساغر ولسوالۍ کې د واليبال خزاني جام سيالۍ د سرچشمه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ساغر ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال خزاني جام سيالۍ د سرچشمه لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS