زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۲۴ ځوانانو له لوري د تېږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او سپوټ امریت اړوند د ملی او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار په سحرانۍ سیمه کې د ۲۴ ځوانانو له لوري د تېږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول یاد شوي او په پایله کې صمیم لومړی، ولي داد دویم او هیبت الله درېیم مقام ترلاسه کړ.