زابل ؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دودييزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې د استاد احمد الله او د استاد همراز د کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د استاد احمد الله د کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو موخه ملي او دودييزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
