زابل کې د ۴۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت په مرکز مېرانزو سيمه کې د ۴۰ غېږ نيونکو ترمنځ د يوې سالمې تفريح برابرولو په موخه د غېږ نيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د سيخاک، سپينې غبرگي او ترنک د سيمو غیږ نيونکو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د سپينې غبرگي غېږ نيونکو په بريا پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.