سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د نوین تبر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۲
سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د نوین تبر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د سانچارک ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د پسرلني جام په نوم د فوټبال سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوې وې د نوین تبر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې د نوین تبر لوبډلې خپلې سیالې سانچارک امنیه قومندانۍ لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه فوټبال ورزش ته وده ورکول او د سانچارک ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS