سرپل کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت ښار په ورزشي جمنازیوم کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د اریانا ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې طلوع اکاډمۍ لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د سرپل ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
