سرپل کې د ۶۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۹:۳۰
سرپل کې د ۶۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون له لوري د سرپل ولایت مرکز کې د ۶۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي ارشد سلاکار قاري حیات الله رحماني، د وزلوبې فدراسیون ريیس غلام سرور جلال، قومي مشرانو، ورزشکارانو او د وزلوبې زرګونو مینوالو ګډون کړی و.

د دغو سياليو په لومړۍ ورځ د ميدان د حکم له لوري دوه اخراولاقونه اعلان شول، چې لومړی اخراولاق نجیب الله پهلوان د حلال تر دايرې ورساوه او د ۵۰۰ امریکايي ډالرو ګټونکی شو او دویم آخراولاق بیا صفت الله پهلوان ترسره کړ او د ٣٠زره افغانيو او یو اوښ ګټونکی شو.

باید یادونه وکړو، چې دا سیالۍ د ملي سوداګر حاجي متين بای د زوی د واده د مراسمو په موخه پیل شوي دي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله دويمه لوبه ايران سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله دويمه لوبه د ايران سره ترسره کړه، چې لوبه ۲ - ۲ مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۰
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۵
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قزل ایاق لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS