سمنګان ولایت کې د کورش سيالۍ ترسره شوې
د کورش فدراسیون د سمنګان ورزشي امريت په مرسته د زمري په ٧نېټه د کورش يا رستمي غېږنينونې سيالۍ ترسره کړلې.
په دغو سياليو کې د بلخ، بغلان او سمنګان ولايتونو ورزشکارانو د يو بل پر وړاندې ولوبېدل.
د دې سياليو ترسره کېدو موخه د پهلوانانو ترمنځ د يوبل منل او يووالي روحيه رامنځته کول دي.
د يادولو ده چې دا سيالۍ په داسې حال کې تر سره شوې چې ځوانان او د ورزش مينه وال د سياليو ليدلو او د ورزشکارانو هڅولو لپاره راتلل دوى په دې ولايت کې د لازياتو ورزشي پروګرامونو د ترسره کېدو غوښتونه وکړه.
