سمنګان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ايبک ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د خورشید او ازادۍ لوبډلو ترمنځ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.
د يادو سياليو موخه د کال غوره لوبډله موندل دي، چې دوې مياشتې به دوام وکړي.