پروان کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د او اف سي سبک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز په ورزشي جمنازیوم کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د (OFC) او اف سي سبک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۰ تنه ورزشکاران د یاد ولایت د رزمي ورزشونو د او اف سي سبک منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د یاد ولایت د او اف سي سبک ته د غوره ورزشکارانو موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.