سمنگان؛ مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۴۰ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي او د اتلولۍ مقامونه ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.