سمنگان کې د دولس کلنو فوټبال سیالۍ د امید فردا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دولس کلنو سیالۍ، چې څو ورځې مخکې پيل شوې وې د امید فردا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې امید فردا لوبډلې خپلې سیالې ارزو لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال غوره استعدادونو موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.