علي بلال د بدن ښکلا " پیټرسبورک پرو ٢٠٢٦" سیالیو دویم مقام وګاټه
د بدن ښکلا افغان ورزشکار علي بلال د بدن ښکلا "پیټرسبوک پرو٢٠٢٦" سیالیو فزیک برخه کې دویم مقام وګاټه.
په دغه سیالۍ کې د علي بلال امریکايي سیال کایرون هولډن لومړی مقام او برازیلي سیال ادوان پالیمر درېیم مقام وګاټه.
علي بلال پر دې سربېره په نیویارک پرو ٢٠٢٦ او ارنولد کلاسيک ٢٠٢٤ سیالیو کې د اتلولۍ او مسټر المپیا کې د دویم مقام ګټلو وياړ هم لري.
