غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې شه.ید خېل لوبډلې خپلې سیالې اتحاد میري لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته د ځوانانو هڅول او سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
