غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۸۴ ورزش کارانو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۸ - ۱۷:۵۷
غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۸۴ ورزش کارانو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ۸۴ ورزش کارانو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د دمـ.ـلا مشک عالم لوبډلې د ۱۱ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، فتح محمد شلګريوال لوبډلې د ۱۰ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او د وفادار سرحدي لوبډلې د اتو نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

یادې سیالۍ د لوی اختر د نمانځلو په مناسبت ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزش کارانو ته کپ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS