غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بزکشۍ او نېزه بازۍ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د محمد مهدي یعقوبي په مالي ملاتړ په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې علي سینا جوادي د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، باقر همدرد د ۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او جمعه اصغري د ۸ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او نېزه وهنې سیالیو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ حکم او مډالونه ورکړل شوه.
