غزني؛ قره باغ ولسوالۍ کې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سعیدي برادرانو په نوم یو ورزشي جمنازیوم پرانیستل شو
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د ملي سوداګر فدا حسین له لوري د یاد ولایت د قره باغ ولسوالۍ په تمکي سیمه کې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سعیدي برادرانو په نوم یو ورزشي جمنازیوم پرانیستل شو.
دغه ورزشي چمنازیوم د ورزش د ودې، ورزش ته د ځوانانو هڅولو او خلکو ته د تفرېح برابرولو ځای په موخه د دولتي چارواکو، ورزشکارانو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
