غزني؛ مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ د ایثار قلاتي لوبډلې په بریا پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۲۳
غزني؛ مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ د ایثار قلاتي لوبډلې په بریا پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلاتي کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ د ایثار قلاتي لوبډلې په بریا پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل د ایثار قلاتي او سلطان قلب ها لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ایثار قلاتي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي دغه سیالۍ به څلور جمعې ورځې دوام وکړي او موخه یې د ورزشکارانو ترمنځ یووالی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS