غزني؛ په اندړو ولسوالۍ کې د ۵ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ د پنځو غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال درېیم پړاو سیالۍ، د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې پیل شوې.
په سیالیو کې پنځه غوره لوبډلې" افغان، اتحاد، پوهیمیا، اندړ زلمي او شلګر اتلان" ګډون لري.
یادې سیالۍ چې کابو ۱۵ ورځې به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې خپل سیال اتحاد ټیم ته ۰-۲ ماته ورکړه.
د یادونې ده، چې د والیبال دا درېیم پړاو سیالۍ د اندړو ولسوالۍ په میري بازار ورزشي لوبغالي کې پیل شوي، چې موخه یې د ولسوالۍ په کچه منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل، د والیبال وده او د ځوانانو یووالی دی.