غزني؛ په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د یووالي جام په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۹:۱۹
غزني؛ په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د یووالي جام په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د کیان عالي لېسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ځوانانو د یووالي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ستاره ګان علودال او سبزاندیشان اب برده لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ستاره ګان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹/۷ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

دغه سیالۍ، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي موخه یې د لوبغاړو ترمنځ د یووالي رامنځته کول او د فوټسال ورزش ته وده ورکول وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS