غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې شه.يد خان زاده لوبډلې خپلې سیالې پايتخت لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه په مقابل کې پايتخت لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او لوبه د ۵۵ منډو په توپير شه.يد خان زاده لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
