غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د دولسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال خزاني سیالۍ پیل شوې
د غزني ولایت د سپورټ او ورزش امریت له لوري د دولسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال خزاني سیالۍ د یاد ولایت د ګیلان ولسوالۍ په خاټکو کلي ورزشي لوبغالي کې پیل شوې.
لومړۍ سیالۍ د کاړي قلعه او لونګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه په پایله کې کاړي لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او سیالي په خپل نوم کړي.
د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د لوبغاړو ترمنځ یووالی ښودل شوی.
